روسیه غواړي چې افغانستان بې ثباته کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مخکینی قوماندان جنرال جان نیکولسن وايي روسیه د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې خرابول غواړي.
جان نیکولسن له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل روسیه هڅه کوي چې په افغانستان کې زموږ نظامي لاس ته راوړنې بې ارزښته کړي.
هغه زیاته کړه چې مسکو د امریکا او ملګرو ترمنځ د جلا والي او بیلتون سبب کیږي.
نیکولسن په دې باور دی چې روسیه کولای شي په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي خو نه غواړي چې سیمه امن شي.
نیکولسن داسې مهال دا خبرې کوي چې مسکو څو ورځې وړاندې د افغان سولې په تړاو غونډه راغوښتله چې د افغان حکومت له لوري وځنډول شوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments