روسیه: سوریې ته د امریکایي ځواکونو بیا تګ به هلته کړکېچ لا زیات کړي

comments 0

0 Views

هندوکش ــ کابل: د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د سوریې شمال ته ځينې نوي امریکایي کاروانونه رسېدلي دي.
د راپورونو له مخې دوی د تېلو د زېرمو په شاوخوا کې ځای پر ځای کېږي.
بلخوا روسیې بیا د امریکا پر دغه کار نیوکه کړې ده.
مسکو وايي امریکا په غیر قانوني توګه یو ځل بیا په سوریه کې خپل نظامي حضور تقویه کوي او دا کار به نه یواځې دا چې د سوریې وضعیت ارام نکړي بلکې هلته به کړکېچ لا هم زیات کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments