روسیه د مسکو له ناستې منکره شوه

comments 0

1 Views

هندوکش – روسیه: مسکو کې د سولې په تړاو ناسته جوړیږي چې د طالبانو تر څنګ پکې افغان سیاسیون هم ګډون لري.
فکر کیده چې دا ناسته روسیې جوړه کړې، خو روسیې ویلي چې د دې ناستې کوربتوب د دوی نه دی.
په پام کې ده چې سبا د روسیې پلازمینه مسکو کې د افغان سیاسي څېرو او طالبانو ترمنځ د سولې دوه ورځني مذاکرات پیل شي.
د وروستیو راپورونو له مخې، طالبانو هم منلې چې په دې غونډه کې به برخه واخلي.
طالب چارواکو ویلي، دا ناسته د حکومتونو په کچه نه ده او په مسکو کې د یوه غیر دولتي سازمان له لوري ترسره کیږي.
د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمیر مهم سیاسي مشران په دې غونډه کې برخه اخلي چې د سولې په تړاو هر اړخیز مذاکرات وکړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments