روسیه د طالبانو او امریکا له خبرو انديښنه لري

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: روسیه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ دوحه کې پټو خبرو اندېښمنه کړې ده.

په کابل کې د روسې سفیر الکساندر مانتیسکي وویل، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو په اړه ویلي چې دوي په افغانستان کې د سولې له خبرو هر کلی او ملاتړکوي، خو دا چې د افغان سولې په تړاو خبرې د بندو دروازو تر شاه ترسره کیږي، نو اندیښنه لري

مانتیسکي وایي، که د طالبانو استازي او امریکایي ډیپلوماټان په دوحه کې هوکړې ته سره ور سیږي، دغه هوکړه باید ټولو افغانانو او د سیمې هېوادونو ته د منلو وړ وي.

په کابل کې د روسیې سفیر زیاتوي ” مونږ په دوحه د سولې خبرو له نه روښان والي څخه اندیښمن یو. که په دغو خبرو کې کومه هوکړه کیږي، باید ټولو افغانانو او د افغانستان ګاونډیانو ته د منلو وي

مانتیسکي وویل، دوی چمتو دي چې د افغان سولې په تړاو د مسکو په کوربتوب دریمه ناسته هم جوړه کړې

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments