روسیه د سولې د غونډې کوربتوب کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – روسیه: روسیه به راتلونکې جمعه د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه توب کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی به د نومبر په نهمه د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه توب کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، په دې غونډه کې به د افغان حکومت او طالبانو دواړو استازي برخه ولري.
د بهرنیو چارو وزارت بیا رد کړې چې دوی په دې غونډه کې د ګډون پریکړه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دوی په مشورو بوخت دي چې د مسکو غونډه کې څنګه ګډون وکړي او که نه؟
د راپورونو پر بنسټ وسله والو طالبانو دواړو منلې چې دې غونډې ته به خپل استازي استوي.
روسيې ویلي، مسکو همدارنګه د امریکا، هند، ایران، چین، پاکستان او د منځنۍ اسیا د پنځو جمهوریتونو استازو ته هم د افغانستان په اړه په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments