روسیه : د افغان سولې له هرډول اقداماتو ملاتړ کوو

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: په کابل کې د روسیې سفارت وایي په افغانستان کې د روانې جګړې د پای یوازینۍ لار د سولې خبرې دي نو نړیوالو ته په کار ده چې د سولې په راتګ او د جګړې په پای ته رسولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
دده په وینا په افغانستان کې نړیوال ترهګر موجود دي او هڅه کوي له دې ځایه په استفادې سیمه نا امنه کړي چې ددغه ډلو ځپل هم د نړیوالو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.
روسیې داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تر راتلونکو دوو ورځو به دغه هېواد د افغانستان په اړه د سولې د یوه کنفرانس کوربه وي.
دا څوم ځل دی چي روسیه د سولي د مزاکراتو کوربه توب کوي او غواړي چي افغانستان کي تل پاتي سوله راشي.
په دې کنفرانس کې روسیه، چین، پاکستان او امریکا استازي هم ګډون کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments