روسیه د افغانستان په ثبات کې د هند رول مهم ګني

comments 0

4 Views

هندوکش – روسیه: د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف هند ته د یوه سفر پر مهال ویلي چې په سیمه او افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره د هند رول مهم دی.

دده په خبره د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د هند په اړه ناسمې دي ځکه هند هغه هېواد دی چې سیمې ته د ثبات راوستو هڅه کوي. هغه ویلي امریکا یوازې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله کوي، خو دا کار یې ناسم دی، دوی باید د افغانستان د پرمختګ لپاره له هر اخیستل کېدونکي ګام ملاتړ وکړي.

هغه همدا راز ویلي چې هند کولی شي د افغانستان د سولې په مسئله کې خورا اغېزناک وي او په دې توګه دلته روانې جګړې ختمې کړي.

نوموړي د طالبانو په اړه هم ویلي چې له دغه ډلې سره جګړه پایله نه لري او ښه به وي چې هلته هر څه د مذاکراتو او سیاسي خبرو له لارې حل شي.

ریابکوف وايي روسیه په افغانستان کې د سولې لپاره له هر ډول مذاکراتو ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.

محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments