روسیه: داعش په افغانستان کې د ځاي پیدا کولو په هڅه ده

comments 0

1 Views

هندوکش – روسیه: روسي چارواکي وايي په افغانستان کې داعش ډله د خپل نفوذ د پراختیا په هڅه کې ده او غواړي د سیمې امنیت ته خطر پېښ کړي.

د روسیې د فدرال امنیت د ادارې مرستیال سرګي اسمیرنوف ویلي، یوازې داعش نه بلکې نورې نړیوالې ترهګرې ډلې هم په افغانستان کې د ځان پیاوړي کولو په هڅه کې دي.

دده په خبره دغه ډلې د افغانستان او ټولې سیمې د امنیت لپاره ستر ګواښ دي. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وسله والو نښتو پېښې هم ډېرې شوې دي او داعش هڅه کوي چې په عراق کې تر ماتې وروسته په افغانستان کې ځان پیاوړی کړي.

اسمیرنوف ټینګار کړی، چې ددغه ډلو پر وړاندې باید پر خپل وخت اقدام وشي ځکه کېدای شي ځان پیاوړی کړي او سیمې ته ستر خطر متوجه کړي.

محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments