روسیه: بهرني ځواکونه باید په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي

comments 0

2368 Views

هندوکش – روسیه: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ویلي چې بهرني ځواکونه باید په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.
هغه تیره ورځ په مسکو کې د افغانستان او روسیې د ډیپلوماټیکو اړیکو لمانځغونډې ته په خبرو کې دغه راز ویلي چې دوی په افغانستان کې پر ټولو خواوو غږ کوي چې ډېر ژر داسې خبرې پیل کړي چې پکې په پراخه کچه سیاسي او ټولنیز استازي شامل وي. په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر هم ویلي چې سولې ته ژمن دي خو لومړی باید اشغال پای ته ورسېږي.
دا غونډه د افغانستان او روسیې د ډیپلوماټیکو اړیکو د سلمې کلیزي د لمانځني په موخه جوړه شوې چې د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون پکې سیاسي څېرو او د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو ۱۲ کسیز پلاوي برخه اخیستې ده.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments