روسیه او د افغانستان له روانې جګړې مختلف تعبیرونه!/ جلال الدین حقیار

comments 0

1 Views

افغانستان ته جګړه یو او د جګړې متضاد او هره ورځ بدلیدونکي تعریفونه بل بحران دی.
د روانې جګړې نور پړاوونه که یوې خوا ته پریږدو او یوازې د طالب رژیم له سقوط وروسته جګړې ته ځیر شوو، د دغې جګړې له ګڼو تعریفونو سره هم مخ کیږو.
په یوه تازه تعریف کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دغه جګړه( د افغانستان کورنۍ جګړه) ګڼلې ده .
که یوازې د دې جګړې د تعریف په اړه د روسیې مختلفو دریځونو ته وکتل شي ګڼ مسایل به برسېره شي.
دلته به طالبانو او روان جنګ سره د روسیې د تړاو ځینو مهمو ټکیو ته تم شوو:
– روسیه د طالب واکمنۍ پرمهال تر امریکا هم د یادې ډلې سخته دښمنه وه، ځکه چې دا ډله او واکمني یې په رسمیت نه پېژنده او پر ضد یې د شمال ټلوالې جنګیدونکو وسله والو سره مرستې کولې .
– روسیې د طالبانو د واکمنۍ د نسکورولو لپاره امریکا او ناټو سره پوره مرسته وکړه . په دې برخه کې یې تر خپل نفوذ لاندې د منځنۍ اسیا ځينې هېوادونه وهڅول چې پر طالبانو د امریکا برید سره عملي مرستې وکړي .
– روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو طالبان بیا – بیا په دې غندل، چې د افغانستان د شمال له لارې دوی ته د قاچاقیدونکو مخدره موادو د تولید اصلي هڅونکي او زمینه جوړونکي دي .
– روسیې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د جنګ قانونمندۍ ته په نړیواله امنیت شورا کې د دغې شورا د یوه مقتدر غړي په توګه مثبته رایه ورکړه او دا جګړه یې د نړیوال تروریزم او مخدره موادو خلاف وګڼله .
– روسیه له ۲۰۱۰ څخه وروسته له امریکا او ناټو سره د خپلمنځیو ستونزو له کبله په افغانستان کې د دوی پر پوځي حضور نیوکې پيل کړې . دغه هېواد یاد شوی پوځي حضور د نړیوال تروریزم او مخدره موادو خلاف مبارزه کې موثر ونه باله .
– روسیه وروسته د ایران، پاکستان او چین په نوي ایتلاف کې طالبانو ته د نوي تصویر په جوړولو او ورسره په نیږدې اړیکو تورنه شوه .
– په وروستیو څو کلونو کې روسیې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو په اړه د طالبانو د غوښتنو ملاتړ وکړ او د طالبانو مشران یې ماسکو ته په دې اړه خبرو ته وبلل .
– په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندانۍ څو ځله روسیه طالبانو ته په وسلو او امکاناتو ورکولو تورنه کړه .
– روسیه د کندوز ولایت په دوه ځله پرله پسې سقوط کې په لاس لرلو تورنه شوه او د افغانستان په سیاسي ادبیاتو کې د روسي طالبانو اصطلاح عامه شوه .
د افغانستان روان جنګ نه د نورو هېوادونو او ادرسونو د هره ورځ بدلیدونکو تعریفونو په شان د روسیې ضدو نقیض تعریفونه هم دا څرګندوي، چې دغه هېواد هم هره ورځ دا موضوع د خپلو ګټو له زاویې ارزوي .
د افغانستان د روان جنګ موضوع په پورتنیو ټکیو کې ښه واضح کیږي، چې قطعاً دا کورنی جنګ نه و او افغانان کله هم د کورني جنګ په نوم د کوم جنګ خواوې نه وو .
دا روسیه او د دغه هېواد په شان نور هېوادونه دي، چې د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته په کتو دلته پخپلو ګټو پسې راځي، نیابتي جنګونه پکې جوړوي او له اوبو خړولو سره ځانته ماهیان نیسي .

Share this page to Telegram

Comments