روسیه افغان حکومت ته په تمه ده

comments 0

0 Views

هندوکش – روسیه: روسیه لا هم د سولې په تړاو غونډه کې د ګډون لپاره د افغان حکومت رسمي ځواب ته په تمه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفو ویلي، مسکو لا هم د افغانستان په اړه د کنفرانس د ګډونوالو د لېست په نهایي کولو کار کوي او په وینا یې د کابل رسمي ځواب یې لا نه دی ترلاسه کړی.
روسیې د امریکا او طالبانو په ګډون ۱۲ نور هېوادونه دغې غونډې ته وربللي، خو امریکا تیره اوونۍ په دغه غونډه کې له ګډون کولو انکار کړی او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې دغې غونډې ته به خپل استازي نه ورلېږي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې خپله به له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه کوي، نه دا چې د بل هېواد له لارې ورسره خبرې وکړي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments