روسي چارواکي: امریکا غواړي افغانستان د داعش پر نوي مرکز بدل کړي

comments 0

5199 Views

هندوکش – روسیه: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، ډېر داسې اطلاعات لري، چې ښیي امریکا په عراق کې د ماتې شوې، داعش ډلې غړي افغانستان ته لېږدوي. نوموړي ویلي، دوی په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه اندېښمن دي.
هغه زیاته کړې چې د یادې ډلې غړي ورځ تر بلې د پیاوړي کېدو په حال کې دي او د افغانستان په شمال کې د دې لپاره ځای پر ځای شوي چې د روسیې متحدانو ته مزاحمتونه ایجاد کړي.
لاوروف زیاته کړې، امریکا غواړي د منځني ختیځ د بې ثباته کولو لپاره افغانستان کې داعش ډله پیاوړې او افغانستان د یادې ډلې پر نوي مرکز بدل کړي.
هغه چې له RT ټلویزیوني شبکې سره یې ځانګړې مرکه لرله وړاندې په خپلو خبرو کې وویل، په افغانستان کې د داعش ډلې حضور جدي دی او موږ به د دې موضوع د لا روښانتیا لپاره هڅه وکړو.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments