روان کال د مدیترانې په اوبو کې تر ۲۰۰۰ دیر ګدوال ډوب شوي دي

comments 0

76 Views

هندوکش – امریکا: د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره “UNHCR” وايي، د هغه کډوالو په مړه کېدو کې زياتوالی راغلی چې اروپايي هېوادونو ته په ناقانونه توګه د مديترانې بحيرې له لارې اوړي.
د يو ان اچ سي آر وياند چارلي يازلي وايي، د روان کال له پيله تر دې دمه په “مديترانې” بحيره کې دوه زره کډوال ډوب شوي او ژوند يې له لاسه ورکړی دی زياتوي تر ډيره د يادې بحيرې په مرکزي برخه کې د کډوالو د ډوبيدو پېښې رامنځته شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، ډيری خلک ځکه په مديترانه کې ژوند له لاسه ورکوي چې د بحر ګاونډي هېوادونه مرستندويه ادارو ته اجازه نه ورکوي چې په سمندر کې غرقېدونکي کډوالو مرسته وکړي او يا د هغوی لټون وکړي وايي: (د پيښې پر وخت په اتو کسانو کې يو تن په اوبو کې ډوب او مړ شوی دی).
ملګرو ملتونو اروپا ته په قانوني تګ راتګ بنديز اندېښنه څرګنده کړې او وياند يې ويلي که څه هم د ليبيا بحري ساتونکي د ډوب شويو کډوالو مرستې ته پر وخت رسېدګي کوي خو زياتوي چې دغه کډوال بيرته نا امن هېواد (ليبيا) ته لېږل کېږي چې هلته په سختو زندانونو کې ورسره له بشر حقونو سرغړونه کېږي.
ملګري ملتونه وايي، چې مرستندويه ادارو الوتکو ته دې په مديترانې سمندر کې د لټون او د کډوالو د مرستې اجازه ورکړل شي څو کډوال په اوبو کې له ډوبېدو وژغورل شي.
د عراق، صوماليا، افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو زرګونه ځوانان په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته د تلو په تکل ووځي چې ډيری يې په سختو لارو، مديترانې سمندر او ځينو هېوادونو د سرحدي ځواکونو په ډزو کې ژوند له لاسه ورکوي.
په وروستيو کې په افغانستان کې له نا امنۍ او بې کارۍ له کبله د هېواد ډيری ځوانان اروپايي هېوادونو ته مزدورۍ لپاره تللي چې سلګونه يې په يو ځينو هېوادونو کې سخت ژوند لري او ډيری نورو ژوند له لاسه ورکړی او لا هم ورک دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments