رسنۍ: امریکایي او پاکستان لوړ پوړې چارواکې لیدنه کوي

comments 0

668 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنۍ وایي چې، یو لوړپوړی امریکایي پلاوی په دې ورځو کې پاکستان ته لاړ شي او ددغه هېواد له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.
دا چې دغه پلاوی به له پاکستاني لوري سره د سولې پر کومو مواردو خبرې کوي په اړه یې لا ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي. پاکستاني رسنۍ وایي چې دواړه خواوې به د اړیکو پر لا پراختیا هم بحثونه ولري.
امریکا له پاکستان تمه لري چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته تیار کړي او له دغه هېواد د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.
افغان حکومت بیا وايي چې پاکستان دوه مخی چلند کوي او لا هم ددغه هېواد پر صداقت شک موجود دی.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments