رسنیو د بې طرفۍ په اړه / وحید عمر

comments 0

0 Views

دوه ورځې مخکې لا د کندوز جګړه روانه وه چې ما د خپلو امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په روانه جګړه کې د رسنیو د بې طرفۍ په اړه یو یادښت ولیکه.
زه دا منم چې لیکنه د کندوز د وضعیت له امله د احساساتو او عاطفو تر اغېز لاندې وه او بحث د محتوايي په پرتله ډېر عاطفي و. په هغه لیکنه مې ډېر نقدونه هم ولوستل.
ځینې نقدونه احساساتي او زیاتره هغه کنځلې وې چې فېسبوک کاروونکي یې هره ورځ راته ډالۍ کوي، خو ځینې نقدونه جدي وو. تر ټولو جدي نقد دا و چې ما ګني رسنۍ د دولت ملاتړ ته رابللي دي او رسنۍ د جګړې په دوو خواوو کې طرف نه شي نیولای.
خو زما استدلال دا نه دی چې رسنۍ دې د حکومت پلوي شي.
رسنیو سره له نږدې دوه لسیزې کاره پر دې ښه پوهېږم چې رسنۍ په ټولنه کې د نظام د څلورمې ستنې په توګه رسالت لري چې په اطلاع رسوونه کې بې طرفي او توازن وساتي.
زه بحث ته له یوې بلې زاویې راځم. زما برداشت دا دی چې د افغانستان په اوسني جنګ کې د کورنیو خبریالانو او رسنیو بې طرفي ممکنه نه ده.
زه پوهېږم چې دا استدلال به مې یو ځل بیا جدي نقد شي، خو بیا هم دلته د بحث لپاره یو څو ټکي وړاندې کوم.
لومړی: نږدې موږ ټولو منلې چې طالب او داعش ترهګرې ډلې دي چې د رسنیو په شمول یې موږ ټول مشروع هدف یو. طالبانو او داعشیانو څو څو ځله دا اعلان کړی دی.
زما پوښتنه دا ده چې آیا رسنۍ د دې ترهګرو ډلو او زموږ د امنیتي ځواکونو په جګړه کې بې طرفه پاتې کېدای شي؟ آيا امریکایي رسنۍ ترهګرۍ سره په جګړه کې بې طرفه دي؟ آيا هندي رسنۍ لشکر طبیه او جیش محمد ډلو سره د هند د حکومت په جګړه کې بې طرفه وې؟ آيا پاکستانۍ رسنۍ پاکستاني طالبانو سره ددې هیواد د پوځ په جګړه کې بې طرفه وې؟ آيا عراقي رسنۍ داعش ډلې سره ددې هیواد د حکومت په جګړه کې بې طرفه وې؟ آیا د سریلانکا رسنۍ له تامیل پړانګانو سره ددې، د سریلانکایي حکومت په جګړه کې بې طرفه وې؟ که فکر کوئ چې بې طرفه وې، استدلال راسره وکړئ.
دویم: زموږ په ټولنه کې حاکم برداشت دا دی چې داعش او طالب د پاکستان په لمسه افغانان وژني. که موږ دا منو چې د طالب او داعش جګړه، افغان حکومت سره د پاکستاني حکومت نیابتي جګړه ده، نو په دې جګړه کې د افغانستان کورنۍ رسنۍ بې طرفه پاتې کېدای شي؟ آیا پر کشمیر د پاکستان او هند په جګړه کې د دې هیوادونو رسنۍ بې طرفه دي؟ آيا په کریمیا کې د روسیې د مداخلې پر ضد جګړه کې د اوکراین رسنۍ بې طرفه وې؟ آیا زموږ رسنۍ د پاکستان د مداخلې پر ضد زموږ جګړه کې بې طرفه پاتې کيدای شي؟
درېیم: طالبانو او داعشیانو څو څو ځله اعلان کړی چې خبریالان یې مشروع جنګي هدف دی. د طلوع د کارکوونکو پر موټر د دارالمان په سرک برید وشو.
زموږ ښه خبریالان د کابل په شش درک کې د طالبانو په ځانمرګي برید کې شهیدان شول. پر شمشاد ټلویزیون داعش ډلې برید وکړ. د فرانسې فرهنګي تالار په چاودنه کې زموږ څو خبریالان په بې رحمۍ شهیدان شول او داسې لسګونه نور موارد شته چې زموږ خبریالان په کې مستقیماً هدف وو.
د ټولو بریدونو مسئولیت چې په طالبانو او داعش ډلو کې یوه ډله اخلي، نو آیا رسنۍ د خپل قاتل او هغه پولیس په جګړه کې بې طرفه پاتې کيدای شي چې د دوی په ساتنه موظف و او د دوی په دفاع کې شهید شو؟
داسې وګڼئ چې:
تاسې په خپل کور کې یئ. آزاد کار کوئ او هېچا سره دښمني نه لرئ. کور مو یو ساتونکی لري، ښه مو نه راځي، کله وظیفه کې غفلت کوي، کله ویده وي، ان کله کله د سودا په پيسو کې غلا کوي، خو بیا یوه شپه ستاسې کور ته یو قاتل ستاسې د وژنې په نیت را اوړي، ستاسې هماغه ناخوښه ساتونکی له قاتل سره په جنګ کېږي، ستاسې په لاس کې چاړه ده او درې کاره کولای شئ: لومړی دا چې چاړه په لاس قرارې سیل وکړئ.
دویم دا چې چاړه خپل ساتونکي ته ورکړئ چې ستاسې د وژل کېدو مخه ونیسي او درېیم دا چې چاړه قاتل ته ورکړئ چې لومړی مو ساتونکی ووژني او بیا تاسې پسې راشي… کوم کار کوئ؟
زما برداشت دا دی چې رسنۍ د ټاکنیزو نوماندانو ترمنځ بې طرفه پاتې کېدای شي، د حکومت او سیاسي اپوزیسیون ترمنځ بې طرفه پاتې کېدای شي، د حکومت په خپل منځي شخړو کې بې طرفه پاتې کېدای شي، حتی رسنۍ په نظام دننه هره شخړه او جنجال کې بې طرفه پاتې کېدای شي.
خو رسنۍ د نظام د چتر د بقا او له منځه تللو په بحث کې مستقیماً طرف دي او تر اطلاع رسوونې ور هاخوا بل لوی رسالت لري. رسنۍ د نظام د څلورمې ستنې په توګه د نظام او هغه ترهګرۍ ډلې په جګړه کې بې طرفه نه شي پاتې کېدای چې د رسنیو په شمول د دې نظام څلور واړه ستنې له بېخه وباسي.
ښايي زما برداشت ناسم وي.

Share this page to Telegram

Comments