رحیمي: مولوي ریحان طالبانو شهید کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت موندنې ښيي چې مولوي سمیع الله ریحان د طالبانو له لوري په شهادت رسیدلی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې مولوي ریحان د طالبانو پرضد څرګندونې کولې او له همدې کبله یې په شهادت رسولی دی.
د رحیمي په خبره، کورنیو چارو وزارت جدي دی چې د مولوي غچ له طالبانو واخلي.
که څه هم طالبانو دا خبر رد کړی، خو کورنیو چارو وزارت وایي، طالبان ډير کله هدفي وژنې کوي، خو بیا یې مسوولیت نه مني.
مولوي ریحان د جمعې په ورځ ممبر کې ځای په ځای شوي ماین شهید کړ او ۱۶ نور کسان یې ټپيان کړل.
دې پېښې په هېواد کې سخت غبرګونونه راپورته کړي اوله طالبانو غوښتنه شوې چې جوماتونو کې دې پر خلکو بریدونه نه کوي او دیني علماء دې هدف نه ګرځوي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments