رحمانوف: ترهګرۍ ضد دې کمېټه رامنځ ته شي

comments 0

0 Views

هندوکش – تاجکستان: د تاجکستان ولسمشر د ترهګرۍ او نورو هغو ستونزو سره چې مخ دی د مبارزې لپاره یې د یوې جدا کمیټې د جوړولو غوښتنه وکړه.
د تاجکستان ولسمشر د شانګهای غونډه کې د خبرو په مهال وویل، افغانستان له منځنۍ اسیا سره شپیته سلنه پوله لري چې اوس هلته د طالبانو فعالیتونه زیات شوي چې دوی یې اندېښمن کړي.
امام علي رحمان په افغانستان کې روانه جګړه لویه ننګونه یاده کړه او ویې ویل، د همکارۍ د زیاتولو لپاره باید هڅې وشي څو د ترهګرۍ ضد مبارزه وشي.
د تاجکستان ولسمشر په سیمه کې د ټیکاو لپاره د اقتصادي او ترانسپورټي پروژو عملي کېدل مهم یاد کړل او زیاته یې کړه، افغانستان کې د اقتصادي پروژو په پلي کولو کې باید د سیمې هېوادونه له افغانستان سره همکاري وکړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments