راځئ چې د نیشه یي توکو په نه کرلو سره خپله ټولنه له ډیرو بدبختیو څخه وژغورو! / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

د الهی کلام له مخې هرهغه څوک چې د الله تعالی حلال حرام او حرام حلال وګني او پر هغه حکم وکړي کافر دی.
دا واضیحه خبره ده، د کومو شیانو استعمال چې د الله تعالی په ستر کتاب قرآن عظیم الشان او د نبی کریم(ص) په احادیثو کې انسانانو ته حرام ګرځول شوي په هغه کې انسانانو ته ستر حکمت او فایدي نغښتي دي او دهغو استعمال انسانانو ته هم په دنیا کې ضرر دی او هم په آخرت کې به ورڅخه حساب او کتاب کیږي.
خو له بده مرغه چې ځیني له اسلام نه بې خبري ډلي او کسان د خپلو شخصي ګټو په موخه خلکو ته دا جواز ورکوي چې د هیواد په اوسنیو شرایطو کې د نیشه یي توکو کښت او قاچاق جواز لري او د خپلو ناوړو اهدافو او د خلکو د ذهنونو د خرابوالي لپاره دا استدلال کوي چې د نیشه یی توکو د کښت او قاچاق له لارې کولای شو چې په هیواد کې کفارو ته زیان ورسوي، حال دا چې د دغې جاهلانه فتوا ورکولو یو عاقل انسان ته د منلو وړ نده بلکې یو سالم عقل ته هم دغه ضعیفه منطق د منلو وړ ندی، ځکه چې دا یو اسلامی قاعده او اصول دي چې د یو حرام او ناجایز شي په وسیله جایز او حلال عمل نشي تر سره کیدلی.
بله دا که چیرته په ریښتیني توګه مونږ ورته پاملرنه وکړو دا په ډاګه څرګندیږي چې مونږ نه یوازې چې د نیشه یی توکو د کښت او قاچاق له لارې کفارو ته زیان ندی رسولی، بلکې د دغه حرام بوټي ناوړو اثراتو له امله زمونږ په میلونونو ځوانان حتی سپین ږیري، ماشومان او ښځي پري معتاده شوي او د بې عزتي له ژوند سره یې مخامخ کړي دي، له خپلې کورنی او ټولنې څخه د پردیو په شان لرې شوي او د یو عاطل او باطل انسان په څیر تر پلچکونو لاندې خوار او زار پراتی دي او یا هم په یوه کوڅه او بله کوڅه یوې مړي ډوډي پسې سرګردانه ګرځي، چې اصلا خو د خپلې کورنی او انسانی مسوولیت ته پاملرنه نلري او د خپل ژوند ټول دار مدار یې د دغې ناوړې پدیدي څخه قربان کړی دي، چې اوس مهال دې ته اړ شوي تر څو د سوال او غلا له لارې خپل میشت وکړي.
نو اوس به له دغه تریخ حقیقت څخه څوګ سترګي پټي کړي، نو راځي چې قضاوت وکړو چې چا زیان لیدلی دی، آیا د افغانستان مظلوم او بیچاره ولس په دغه ناوړه او حرام عمل کې زیان ولید او کې کفارو؟ نو دا ښکاره خبره ده چې ټول زیان یې زمونږ ملت ته رسیدلی او یوازې او یوازې منفعت یې د دغو اسلام دښمنه او انسان دښمنه ترهګرو ډلو او مغرضو کړیو جیبونو ته تویږي، تر څو د هغه له عایداتو څخه زمونږ پر وړاندې جګړي او ترهګریزو بریدونو ته دوام وړکړي او زمونږ هغه مظلوم ملت چې د نیشه توکو له لارې زیانمن شوي ندي نو هغوي په ترهګریزو بریدونو کې له منځه یووسي او له بلې خوایې ګټي مافیایی کړي تر لاسه کړي او په دغه موخه د ناامنیو او جګړي په دوام پسره د نیشه یی توکو د کښت او قاچاق زمینه ځانته مساعده کړي.
حال دا چې د نیشه یي توکو کښت، تولید. تورید، قاچاق، پیرودل، پلورل او استعمال د اسلام له نظره لکه د شرابو په څیر حرام دی، نبی کریم(ص) فرمایلی: (کل مسکر خمر) ژباړه، هر نیشه کوونکی شی شراب دی. په یو بل روایت کې داسې راغلي دي، (کل مسکرحرام) ژباړه: هر نیشه کوونکی شی حرام دی.
نو له دې امله له خپلو ټولو هیوادوالو څخه په ځانګړي توګه له هغو بزګرانو څخه چې دوي د دغه حرام او تباه کوونکی بوټي کرلو ته هڅول کیږي لاس واخلي او هغه ترهګري او مافیایي ډلي دې هم نور د خپلو ناوړو موخو او ګټو لپاره زمونږ د ولس او ټولنې د بربادې باعث نه ګرځي، دا ځکه چې نیشه توکي د اخروي عذاب تر څنګ دنیوي مصیبتونه هم لري، نو راځي چې خپل ځان او خپله ټولنه د اخروی عذاب تر څنګ له دنیوي عذابه هم خلاصه کړو

Share this page to Telegram

Comments