راځئ چې خپل هیواد په ملي یووالي سره له روانو کړکیچونو وژغورو / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

د افغان میړني ولس اټلولۍ، میړانې، کارنامې او سرښندنې په نړیواله کچه ټولو ته په اثبات رسیدلي او په دې کې هم شک نشته چې سرلوړې افغانستان دنړۍ په کچه د زبرځواکونو د پرګونډو کولو او ماتې له پلوه یو ویاړلی تاریخ لري، ځکه دغې غیرتي خاورې ته چې هر وخت کوم زبرځواک په بد نیت کتلي او د ناوړو موخو لپاره راغلي، نو بیا په تورمخ، شرمیدلي څیري او په تاریخي ماتي سره له دې خاورې څخه خپلې پیښي سپکي کړی او تښتیدلي دي، چې روښانه بیلګه یې پر دې خاورې د وخت د ښکیلاکګرو انګریزانو او بیا وروسته د روسانو تیري وو، چې دواړه په خپل وخت کې ځانونه د نړۍ زبرځواکونه بلل، خو د پاک الله(ج) په فضل او پیرزوینه او مرسته د باتورو افغانانو پر وړاندې له شرموونکې ماتې سره مخامخ شول، خو سره له دې هم ګران افغانستان تل د جنګ، جګړو، تاړاکونو او غمیزو ډګر ساتل شوی چې لامل یې یوازې او یوازې د ګاونډیو او د سیمي د هیوادونو د استخباراتی کړیو ناوړه هڅي او غرضي کړنې دي چې نه پریږدي افغانستان په خپلو منځونو کې سره یو موټی او افغانستان د یو پیاړوي او مقتدر دولت لرونکی هیواد شي، د بیلګې په توګه کله چې په اویایمه لسیزه کې حاکم رژیم نسکور او مجاهدین واک ته ورسیدل، نو د دې لپاره چې په جهاد کې برخه لرونکي ټول ګوندونه او تنظیمونه د هیواد سپیڅلو لوړو هدفونو او ملي ګټو په خاطر سره یو موټی شوی وای، له بده مرغه د ګاوندیو ملکونو د استخباراتي شبکو د ناوړو موخو، شومو اغراضو او لمسونونو تر اغیزې لانډې د افغانانو تر منځ د نفاق او ځان وژني تخمونه وشیندل شول او له امله یې کلونه کلونه بدمرغه جګړه په هیوادکې کوربه شوه او په پایله کې یې هم د ګران هیواد د بربادۍ او ړنګیدو ترڅنګ ګن شمیر هیوادوال شهیدان، معلول او معیوب شول، ګن شمیر ښځي ګونډي، پتمنی میندې بورې او ګلالي ماشومان له پلرنې میني څخه بې برخي او یتیمان شول او لا تر ننه د ګاونډیو او د سیمي دهیوادونو د استخباراتی کړیو د ناوړه هڅو، غرضي کړنو او لمسونونو له امله په ګران هیواد کې د بدمرغه جګړي بټۍ توده ده او د همدغو استخباراتي شبکو له لوري په مختلفو بڼو او نومونو ترهګري او انسان وژونکي ډلي ټپلي رامنځته شوي او د افغان پتمن ولس سوله ییز ژوند او هوساینه یې له یو لړ ګواښونو سره مخ کړیده، نو ټولو افغانانو ته ښایي چې له تیرو وختونو څخه د عبرت درس واخلي او باید اخیستی یې هم وي او باید وروسته له دې ټول افغانان او په ځانګړي توګه هغه کسان چې د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت پر ضد یې د پردیو په لمسون وسله په لاس کې اخیستی او په مختلفو بڼو او بیلابیلو نومونو د نورو د اهدافو لپاره عملا په جګړه ییزو لیکو کې جنګیږي، دوي باید په دې پوه شي چې د ګاونډیو ملکونو استخباراتي شبکې خوشباوره افغانان د خپلو ورونو پرخلاف جګړې ته هڅوي چې په پایله کې یوازې او یوازې افغانان وژل کیږي او ګران افغانستان هم له هره پلوه وران او ویجاړیږي نو پر دې اساس ټول افغانان باید حقیقت درک کړي او د پردیو په شومو اغراضو او ناوړه موخو وپوهیږي او هر راز کینې، کدورتونه، تبعیض او توپیر له خپلو مغزونو او دماغ څخه لري کړي او دسپیڅلي افغان په توګه د بشپړ ملي یووالي په لوړ احساس د ګاونډیو او د سیمي د هیوادونو د استخباراتی شبکو او غرضي کړیو هر راز ناوړه فعالیتونه په ریښو کې شنډ او هیڅ افغان دښمن مخرب ته د ناوړه فعالیتونو د تر سره کولو مجال ورنه کړای شي بلکې د هر غلیم ناوړه فعالیت په ریښو کې شنډ او په ټول هیواد کې پراخ او ډاډمن امنیت، نظم، ثبات او دایمي نیکمرغه سوله پایښت ومومي او پتمن افغانان له هر راز بدمرغه جګړو څخه په امان کې شي او دپاک خدای(ج) له ورکړی خوږ ژوند څخه خوند واخلي او له بلې خوا په هیواد کې د بهرنیو استخباراتي شبکو ناوړه هڅي پر اوبو لاهو او سرلوړی افغانستان له هر راز بهرنیو مداخلو څخه وژغورل شي او په افغانستان کې امن رامنځته شي چې د کلونو کلونو جګړه ځپلي افغانان په خپل پلرني ټاټوبي کې له هر پلوه مصون او په دوامداره ډول د هوسا، بسیا او نیکمرغه ژوند خاوندان شي.

Share this page to Telegram

Comments