راشد خان: موږ ته باید د انګلستان، اسټرالیا او هندوستان خلاف لوبې برابرې شي

comments 0

23 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان وویل چې دوی ته باید د سترو لوبډلو خلاف زیاتې لوبې برابرې شي.
نوموړي وويل چې مونږ د سترو لوبډلو په وړاندې لکه، اسټراليا، انګلستان او هندوستان خلاف زیاتې لوبې نه دي ترسره کړې او د دې لپاره چې مونږ په نړیوال کریکټ کې نور ډير پرمختګ وکړو، بايد ددغو لوبډلو په وړاندې زياتې سيالۍ برابرې شي.
نوموړي بنګله دېشۍ لوبډله د يو مثال په توګه ياده کړه او زیاته کړه چې نړیوال جام کې يې د سويلي افريقا خلاف يوه ښه لوبه وکړه.
راشد خان داسې مهال دا څرګندونې کړي چې ټاکل شوې د ويسټ انډيز او افغانستان ترمنځ به درې شل اوریزې، درې يو ورځنۍ او يوه ټيسټ لوبه ترسره شي.
دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ شل اوریزه سيالي د نومبر مياشتې په پنځمه، دوهمه سيالي به د نومبر په اوومه او دريمه شل اوریزه سيالي به د نومبر په نهمه نېټه په دهريدوان لوبغالي کې ترسره شي.
يو ورځنۍ سيالۍ به د نومبر په ديارلسمه نېټه پيل او د نومبر په شپاړلسمه نېټه به پای ته وراسيږي. له هغې وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ یوازينۍ ټيسټ لوبه د نومبر په اوویشتمه نېټه په دهریدوان لوبغالي کې ترسره شي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments