راشد خان ته چمتو رویالز چیلنجر بینګلور محمد نبي ته په ګوندو شول

comments 0

0 Views

هندوکش – هندوستان: د هند په تجارتی کرکت لیګ کې تیره ورځ په یوولسمه لوبه کې سنرایزرز حیدر اباد او رویالز چېلېنجر بېنګلور لوبډلې سره په سیالۍ مخامخ شوې په دې سیالۍ کې په لومړي ځل د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې افغان لوبغاړي محمد نبي ته چانس ورکړ چې د سیالۍ په ګټلو کې ښه رول ولوبوه.
محمد نبي یادې لوبې کې څلور لوبغاړي وسوځول او یولس منډې ورکړې.
پچه بېنګلور لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه حیدراباد په دې لوبه کې د (۲۳۲) منډو ستر هدف بنګلور لوبډلې ته وټاکه .
د سنرایزرز لوبډلې لپاره نن په توپ وهنه کې دوه د پیل لوبغاړو ډیویډ وارنر او جونی برسټو سلیزې هم ووهلې وارنر په دې سیالۍ کې (۱۰۰) منډې اوبرسټو بیا ( ۱۱۴) چټکې منډې جوړې کړې.
په دې لوبه کې د حیدر اباد د پیل لوبغاړو وارنر او برسټو د (ای پي ایل) د اوپنينګ تر ټولو اوږدې ملګرتیا ريکارډ مات کړ پخوا د کلکتې اوپنرانو ګاتم ګمبير او کریس لين د (۱۸۴) منډو ملګرتیا په اوپنېنګ کې کړې وه خو اوس تازه دې دوه لوبغاړو د (۱۸۵)منډو ملګرتیا جوړه کړه.
په دوهمه پاڼۍ کې بنګلور لوبډلې ټاکل شوی د (۲۳۲) منډو هدف ترلاسه نکړی شو او ټوله لوبډله یې په شلم اور کې د ( ۱۱۳) منډو په کولو سره وسوځېده او سیالی یې پر( ۱۱۸) منډو باندې وبایلله.
د بنګلور لپاره په توپ وهنه کې ګرینډهوم (۳۷)او رایی بارمان بیا ۱۹ ډېرې منډې جوړې کړې.
د سنرایزرز حیدر اباد لپاره په توپ اچونه کې ترټولو ښه توپ اچونه افغان لوبغاړي محمد نبي ترسره کړه نبي په خپلو څلورو اورونو کې څلور لوبغاړي وسوځول او یولس منډې ورکړې په محمد نبي سږني لیګ کې په لومړي ځل باور وشو خو باور یې له ځان سره وساته.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments