راشد خان بیا اول شو

comments 0

0 Views

راشد خان د يوه ورځنيو لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ

راشد خان د اسيا جام سياليو کې د ښه بيټينګ او بالينګ سره د بنګلديشي شکيب الحسن څخه د الرونډرانو لومړی مقام خپل کړ.

راشد د 353 امتيازونو په درلودلو سره له شکېب الحسن څخه ۱۱ امتيازه مخکې شوی.

راشد خان دوېم لوبغاړی شو چې د پنځوس اوريزو لوبو د الرونډرانو لومړی مقام ګټي، وړاندې  نبي عيسی خيل لومړی مقام ګټلی و چې اوس درېم مقام کې دی.

تر دې مخکې راشد خان د شل اوريزو او پنځوس اوريزو لوبو لومړی مقام درلود خو اوس يې د پنځوس اوريز کرکټ دويم نمبر توپ اچوونکی دی.

Share this page to Telegram

Comments