راستنیدونکو کدوالو سره سعودي عربستان او اروپایي ټولنه مرسته کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: سعودي عربستان او اروپایي ټولنه په نظر کې لري چې افغان ستنیدونکو سره ۱۱۰ ملیونه دالره مرسته وکړي.
د کدوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وایي، سعودي عربستان او اروپايي ټولنه له افغان حکومت سره د راستنېدونکو کډوالو په برخه کې ۱۱۰میلیون ډالر مرسته کوي، چې پر هغو افغان کډوالو وېشل کېږي چې له پاکستان او ایران خپل هېواد ته ستنېږي.
د کدوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار ویلي دي چې دا پیسې به کډوالو ته د کورونو په جوړولو، پراختیایي پروژو په پلي کولو او خوراکي او ناخوراکي توکو پر برابرولو لګوي.
فیض احمد میاخېل وویل، چې د روان کال تر پایه به تر یو میلیون ډېر کډوال هېواد ته ستانه شي.
د نوموړي په خبره، دا مرستې به ستنېدونکو ته انکشافي او بنسټیزو پروګرامونو په برخه کې هم ولګول شي.

سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments