راتلونکې ټاکنې او د خلکو مسوولیت / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو پوره چمتووالی نیولی چې ولسمشریزه ټاکنې د تلې په شپږمه نېټه ترسره کړي، د دې ټاکنو په تړاو ځینې انديښنې هم شته چې ممکن د سولې له خبرو سره وځنډیږي.
تراوسه د سولې خبرو کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دوام لري، د ټاکنو موضوع نه ده بحث شوې خو طالبانو لکه د تېرو څو ځل ټاکنو خبرداری ورکړی چې د ټاکنو پروسه به له ننګونو سره مخ کړي.
طالبان هر ځل له ټاکنو وړاندې خبرداری ورکوي چې دا پروسه له ننګونو سره مخ کړي او یا به یې مخه ونیسي، خو هیڅ ځل نه دي توانیدلي، یواځې دومره چې ځینو ناامنه سیمو کې یې ګډوډي جوړه کړې او پروسه یې له خنډ سره ځینو سیمو کې مخ کړې.
نور هر ځل افغان ځواکونه توانیدلي چې د دې پروسې امنیت خوندي کړي او په پراخه کچه خلک په ټاکنو کې ګډون وکړي، د ټاکنو د چمتووالي په درشل کې هر ځل باور نه کیږی چې خلک به ټاکنو کې ګډون وکړي، خو دا چې دا یوه ملي پروسه ده او خلک خپل برخلیک ټاکي، د رای ورکولو په ورځ د تمې خلاف خلک د رایو مرکزونو ته ځي او د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکوي.
دا د خلکو مسوولیت او صلاحیت دی، دا د ولسواکۍ اصل دی چې خلک خپل زعیم ټاکلو لپاره رای وکاروی او اجازه ور نه کړي چې سرنوشت یې نور هېوادونه وټاکي.
افغانانو درې ځل د ولسمشریزه ټاکنو کې ګډون کړی او په دې درې ځل انتخاباتو کې ولس ته زور مالوم شوی چې د دوی یوه رای څومره ارزښت لري، اوس نو یو ځل بیا له دې پروسې سره مخ دي چې خپل حضور وښيي او رای وکاروي.
یواځې طالبان او نورې ترهګرې ډلې نه دي چې د دې پروسې مخه نیسي، بلکې د سیمې استخبارات او نور افغان دښمنه هېوادنه هم هڅه کوي چې دا پروسه له ننګونو سره مخ کړي، کله چې د دې پروسې پروړاندې ننګونې وي، ښکاره خبره ده چې د خلکو ګډون کمرنګه کوي چې بیا یې مشروعیت ته زیان رسیږي.
هڅه همدا ده چې د رای ورکولو په شرایطو برابر ۹ میلیونه کسانو کې لږ یې رای وکاروي او ډير یې له رای ورکولو بې برخې شي، په دې سره د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي او د نورو هېوادنو او په ځانګړي ډول د طالبانو پلمه جوړیږي چې دا حکومت د خلکو په اکثریت رای نه دی رامنځ ته شوی.
د ټاکنو ملي پروسې مخنیوي کې افغان دښمن هېوادونه لیوالتیا زیاته ښيي او د دې پروسې د مخنیوي لپاره طالبان ښه وسیله ده، طالبان به د دې پروسې د مخنیوي لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي او د دې په بدل کې به هېوادونه امکانات او پیسې ورکوي.
افغانانو ته پکار ده چې دا ملي پروسه بریالۍ کړي او اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا شاته وګرځي، د یو بل زعیم په ټاکلو سره د حکومت مشروعیت او ارزښت پياوړی کیږي او بیا کولی شي له یو قوي دريځ څخه د سولې خبرې هم مخ ته یوسي.
طالبان په دې هڅه کې دي چې ټاکنو پروسه له ننګونو سره مخ کړي او په دې سره نړیوالو ته وښيي چې حکومت د مدیریت توان نه لري او باید یو بل حکومت او نظام رامنځ ته شي چې طالبان به یې هم رهبري کې وي.
نو د دې لپاره د خلکو مسوولیت جوړیږي چې په ټاکنو کې ګډون سره د طالبانو په مخ کلکه څپيړه ورکړی.

Share this page to Telegram

Comments