راتلونکي ټاکنې څه ډول کیږي؟

comments 0

4 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمېسیون وایي، راتلونکو ټاکنو کې له بایومتریک نه د ګټې اخیستنې بڼه بدله او سخته شوې.

ټاکنو کمېسیون د احصايې له مرکزي ادارې، سیاسيونو او ولسمشرۍ نوماندانو سره خبرې کړې او په نوي ډول سلا شوي.

دا بایو متریک د تېر هغې په څېر دی ، خو د بایومتریک تر څنګ به د کس عکس او ګوتو نښې هم اخیستل کیږي.

له دې سره په ټاکنو د څار بنسټونه په نوي ډول نیوکې لري او غوښتنه لري چې داسې سیستم جوړ کړي چې په کم وخت کې شفاف کار وکړي.

د ټاکنو کمېسیون مشره حوا عالم نورستانۍ وایي، د ټاکنو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی او د دې ټاکنو لپاره دوه سوه او اوه میلیونه افغانۍ بودجه اټکل کړې ده.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments