راتاتوی

comments 0

0 Views

اړین توکي :
1. پیاز – دوه دانې .
2. تور بادنجان – 5 یا 6 دانې.
3. کدو- 3 یا 4 دانې.
4. رومي بادنجان – 5 یا 6 دانې.
5. شنه دلمه مرچ – 2 یا 3 دانې.
6. شنه فلفل – 150 ګرامه ( تریخ باید نه وي ).
7. اوږه – دوه یا دری غوزې.
8. گشنیز ، نعناع – یوه ګې‌‌‌‌‌‌ډۍ.
9. زیتون غوړي– 150 ګرامه.
10. مالګه – د اړتیا په کچه.
د پخولو طریقه:.
لومړی پیاز خلال کوو په غوړیو کې یې سره کوو چې رنګ یې طلایي ته واوړي ، وروسته اوږه میده کوو او له پیازو سره یې ګ‌‌‌‌‌‌ډوو ، بیا ځلې مرچ بادنجان ، او کدو او رومي هم ټوټه کوو او له پیازو اوږې سره یې ګ‌‌‌‌‌‌ډوو ، لږ مالګه ورسره ګ‌‌‌‌‌‌ډوو ، وروسته ګشنیز او نعنا هم اضافه کوو ، ملایم تفت ورکوو تر څو ټول توکي پاخه شي او اوبه یې وایستل شي ، دا بهتره ده چې د رومیانو پر سر جوش شوې اوبه واچوو او پوستکی یې بېل کړو ، او هڅه وکړئ چې ټول توکي ښه پاخه کړل شي .
نوش جان

Share this page to Telegram

Comments