دSystem Restore برخه غیرفعاله کړئ

comments 0

0 Views

په خپلسر ایکس پي وینډوز دټولو هغو سیستمي فایلونو څخه یو بک آپ (Backup) د System Volume Information په پوښۍ کي ذخیره کوي ، چي داخپله دیوه هارډدیسک دفضا دکمولو سبب ګرځي .
که تاسو نه غواړئ چي دغه فضا د سیستم فایلونه لخوا ونیول سي ، نو دغه لاندي لارښود عملي کړئ .
۱:- سټارټ مېنو څخه کنټرول پانل راخلاص کړئ .
۲:- د System پروګرام کلیک کړئ .
۳:- اوس د System Restore ټوپ کلیک او دTurn Off System Restore on All Drives خوښ بکس ټیک مارک کړئ .
۴:- د Apply تڼۍ باندي کلیک وکړئ ، ترڅو ورکړل سوي تغیراتو ته مؤثریت وبخښي .
اوس کولای سئ د System Volume Information پوښۍ ړنګه کړئ .
یادونه : که تاسو دغه ټاکنه غیرفعاله کړئ ، ستاسو وینډوز به ددې توانايي ونه لري ترڅو دیوې ستونزي په وخت کي د System Restore پروګرام وکار وي اوځان و مخکني حالت ته ستون کړای سي .

Share this page to Telegram

Comments