د ۲۰ میلیاردو افغانیو په زیاتوالي د ۱۴۰۰کال بودجه ولسي جرګې ته لېږل کېږي

comments 0

3 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د ۱۴۰۰ هجري لمریزکال بودجې تازه طرحه د کابینې له لوري تصویب شوې او ولسي جرګې ته لېږل کېږي.
د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وویل چې د بودجې په طرحه کې ۲۰ میلیارده افغانۍ زیاتې شوي دي: “د بودجې په مسوده کې شل میلیارده افغانۍ بدلون راغلی، زیاته یې امنیتي ده، ۱۱ میلیارده د’سیسټیکا’ د مرستو د څانګې دي، ۶ میلیارده د حکومت ریزرفي پیسې دي چې تېر کال مو درلودلې او یو اندازه هم د بودجه کسر لوړ تللی، د کابینې له لوري تصویب شوې، موږ هڅه کوو چې څومره ژر کېږي ولسي جرګې ته يې د تصویب لپاره لېږو .”
ښاغلی مسجدي زیاتوي چې په دې مسوده کې تر ټولو زياتې پیسې د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او کانونو، کرنې او ښځو چارو وزارت پروژو ته په پام کې نیول شوي دي.
د مالیې وزارت په وینا د ۲۰ میلیارده افغانیو په زیاتوالي سره اوس د ۱۴۰۰ کال بودجې رقم ۴۷۳ میلیارده افغانۍ ته رسېږي چې له ۳۱۱ میلیارده افغانۍ يې عادي او ۱۶۱ میلیارده افغانۍ يې پراختیايي بودجه جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۰ کال بودجه د ولسي جرګې له لوري رد شوه.
ولسي جرګه د ۱۴۰۰ کال د بودجې د رد لامل له بودجې د سلګونو ولایتي پروژې ایستل، یو ځل بیا ۹۱ او ۹۲ کوډ ته دوه میلیارده افغانیو ور اضافه کول، هغه ادارو ته د بودجې اختصاصول چې د ملي شورا له لوري نه دي تصویب شوي او فوايد عامې وزارت ته د لېرې پرتو سیمو د لارو جوړولو پروګرامونو لېږد د ۱۴۰۰ کال بودجې په سند کې ستونزې بلل شوي دي.
دغه شان د ښوونکو معاشونو نه زیاتوالی او د دولتي کارکوونکو د معاشونو ترمنځ نه انډول هم په بودجه کې ستونزې بلل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments