د ۲۰۵ اتل قول اردو: په کندهار کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي

comments 0

2 Views

هندوکش ــ کندهار: د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي چې په کندهار کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.
د قول اردو ویاند خواجه علوی نن د اپرېل ۸مه، وویل چې دا کسان په میانشین او معروف ولسوالیو کې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي. عملیات د افغانستان کورنیو ځواکونو کړي دي.
علوي ویلي چې وسله‌والو طالبانو په معروف ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د حملې پلان جوړ کړی و چې شنډ شو.
وسله‌والو طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دي کړي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments