د ۲۰۵ اتل قول اردو له روزنیز مرکز څخه ۱۲۶ بریدملان فاغ شول

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: په دې اړه د یکشنبې په ورځ ناوخته د ۲۰۵ اتل قول اردو په روزنیز مرکز کې مراسم جوړ شوې وو چې د دغه قول اردو د مسولینو تر څنګ پکې لسګونو سرتیرو ګډون کړی وو.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان برید جنرال ارکانحرب بیګ مراد وفایي سرتیرو ته په خبرو کې وویل، ستاسو اصلي وظیفه چې د خلکو او هیواد ساتنه ده اوس پیلیږي او باید خپله دنده په پوره امانداري او صداقت ترسره کړئ.
هغه وویل، هیواد د مور په څېر پر ټولو حق لري او هر سرتیری یې باید د دفاع لپاره قرباني ورکړي.
دغه راز په یادو مراسمو کې د عامه نظم د سرتیرو د دوهمې لوا قوماندان برید جنرال ګلالي سالم پر سرتیرو ږغ وکړ چې پر دښمن رحم ونه کړي ځکه د هیواد دښمنان پر خلک رحم نه لري او هره ورځ زموږ بې ګناه هیوادوال وژني.
هغه له سرتیرو وغوښتل چې د خلکو سره ښه سلوک وکړي تر څو خلک همېشه خپله همکاري ورسره جاري وساتي.
فارغ شویو ټیم مشرانو هم وعده وکړه چې د هیواد او خلکو دفاع به په هر حالت کې کوي او د هیواد ساتني لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments