د ۲زره میګاواټ برښنا پروژه پرانیستل شوه

comments 0

123 Views

هندوکش – کابل: اوبو او برښنا وزارت د دوه زره میګاواټه لمریزې برښنا د تولید پروژه پرانیستله.
چارواکي وايي، دغه پروژه بلخ کابل، ننګرهار ، کندهار او هرات ولایتونو کې عملي کیږي چې د دولت او خصوصي سکټور په ګډه پانګونه به بشپړه شي.
د لمریزي برښنا یو میګاواټ تولید یو میلیونه ډالر لګښت ته اړتیا لري چې اوس برښنا وزارت هڅه کوي هیواد ته د سولري برښنا توکو پر وارداتو اوسنۍ لوړه مالیه را ټیټه کړي.
چارواکي په داسې حال کې له نورو لارو د برښنا په تولید فکر او کار کوي چې هېواد کې روان سیندونه کولی شي د تل لپاره نه یواځې د برښنا په برخه کې د خلکو ستونزې هوارې کړي بلکې زرګونه هکتاره ځمکې هم د کرکیلې لپاره چمتو کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments