د ۱۹ کلنو ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله چې بنګلدیش هېواد ته د دريو لوبو لپاره تللې وه، دوه یې وګټلې او یوه لوبه کې یې ماتې وخوړه، خو سیریز یې د ځان په ګټه کړ.
ملي لوبډله سهار وختي د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته راغله او ځينې کسان یې د هرکلي لپاره ورغلي و.
د کرکټ بورډ مهارتونو د لوړاوي مسؤل بشير ستانکزي له خلکو او چارواکو غوښتنه وکړه چې هر کله د ملي لوبډلې د هر کلي او تشویق لپار ګام پورته کړي.
درویش رسولي او مجیب ځدران چې په دې لوبډله کې و، له هېوادوالو مننه وکړه چې د بري دعا ورته کوي او تشویقوي یې.
لوبغاړو ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان کرکټ د پرمختګ په حال کې دی او نورې بریاوې به هم راوړي. د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به راتلونکي میاشت مالیزیا ته د لوبو لپاره ځي چې د نړیوال جام د چمتووالي او لار موندلو لپاره اړینې لوبې وکړي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *