د ۱۳۷ زره رایو په اړه د کمیسیون تازه پرېکړه

comments 0

2514 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۱۳۷زره او ۶۳۰ قرنطین شوي«جنجالي» رایې د اعتبار وړ اعلان کړې.
د ټاکنو کمېسیون وايي، یادې رایې د دارالانشاء کمېسیون لخوا د کورنیو او نړیوالو متخصصینو په حضور کې څېړل شوي او وايي، چې کومه ستونزه یې نه لرله.

تر دې مخکې د ولسمشریزو ټاکنو درې کاندیدانو عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل له نژدې ۳۰۰ زره غیر بایومټریک «جنجالي»رایو ته له اعتبار ورکولو سره مخالفت ښودلی و.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات د یکشنبې په ورځ د نومبر پر «لړم۲۶مه» چې د ټاکنو کمېسیون د یادې پرېکړې په اساس دغه رایې د اعتبار وړ دي او کومه ستونزه نه لري.
ښاغلي سادات همدارنګه د ۷زره او ۹۲ محلونو رایو په اړه، چې د رای اچونې له نېټې څخه بهر بلل شوي وویل، چې که چیري یاد محلونه کومه ستونزه ونه لري د اعتبار وړ ګڼل کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments