د یو ښوونځي د جوړیدو هوکړه لاسلیک شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننگرهار: د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د یو ښوونځي د جوړیدو هوکړه لاسلیک شوه.
دا ښوونځی به د نږدې پنځلس میلیونه افغانیو په ارزښت په معیاري ډول جوړ شي.
د کليو پراختيا رياست مسئولينو په وينا د دغه ښوونځي جوړولو هوکړه ليک د منظورۍ په موخه کليو پراختيا وزارت ته استول کيږي، چې تر منظورۍ وروسته به د ښوونځي د جوړولو عملي چارې پيل شي.
د معلوماتو له مخې دغه ښوونځی په دريو پوړونو کې جوړيږي، چې شپاړلس اداري او درسي خوني او نور ملحقات به ولري او د يادې سيمې د درې زره زده کوونکو د سرپناه ستونزه به حل شي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *