د یو ژونالیست له اعدام وروسته پر ایران بیا د نړیوالو غوصه راپارېدلې

comments 0

1 Views

هندوکش ـ ایران: د اپوزېسیون د یوه ژورنالېست د اعدام له کبله پر ایران پرون هم په نړیواله سطحه انتقادونه وشول.
د روح‌الله زم په نوم د دغه ۴۷ کلن ژورنالېست انلاین کارونو په ۲۰۱۷م کال کې د حکومت ضد مظاهرو د پارېدلو له انګېزې سره مرسته کړې وه.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ایران دغه اقدام “غیر عادلانه” او “وحشیانه” وباله.
دغه ژورنالېست چې په فرانسه کې په جلاوطنۍ کې اوسېده، تېر کال عراق ته د سفر پر مهال ونیول شو او بیا ایران ته وسپارل شو چې تېره شنبه پر ځمکه “د فساد خپرولو” په تور په دار وځړول شو.
دا هغه اصطلاح ده چې ایران‌یې د جاسوسۍ یا هم د ایران د حکومت د نسکورولو د هڅو قضیو ته کاروي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشرې میشل باشله ویلي و چې دغه اعدام په وحشت کې اچولې ده.
د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون دوشنبه وویل، روح‌الله زم د ایران د قوانینو له مخې اعدام شوی دی.
توریالی سهر

Share this page to Telegram

Comments