د یوه ورځني لوبو دوهمه لوبه کې افغانستان سکاټلنډ ته ماتې ورکره

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان له کرکت بورده په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د DLS قانون له مخې افغانستان کرکټ لوبډلې د دوه منډو په توپير سکاټلنډ ته ماتې ورکړه او بريا خپله کړه.
لوبه چې تیره ورځ له غرمې وروسته پیله شوه سکاټلينډ لوبډلې پچه وګټله او لومړی يې توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې ۳۲۵ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا ميکليوډ ۱۰۰ او کويټزر ۷۹ منډې جوړې کړې.
ګلبدين نائب چې په لوبډلمشرۍ کې يې لومړۍ سيالۍ لوبوله تر ټولو زياتې ۳ ويکټې واخيستې، حميد حسن چې ۳ کاله وروسته يو ورځنۍ سياليو ته راستون شوی و ۲ ويکټې واخيستې، همداسې افتاب عالم هم دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د افغانستان لخوا رحمت شاه په زړه پورې سليزه ووهله، نوموړي ۱۱۳ منډې جوړې کړې، محمد شهزاد او حشمت شهيدي هم نيمه سليزې ووهلې، په وروستۍ کې د اصغر چټکو منډو جوړولو افغانستان ته بريا ورکړه.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments