د یوه نوي سروې له مخې 82 سلنه افغانان طالبان نه خوښوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د آسیا فونډیشن نوي سروې پر بنسټ چې تیروه ورځ یې خپور کړ 82 سلنه افغانان له طالبانو خوښ نه دۍ.
یا بنسټ چې د امنیت، ټاکنو، حکومتولۍ، اقتصاد، اساسي خدماتو، اداري فساد او له طالبانو سره د سولې په تړاو یوه سروې کړې ده له مخې یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۵۰۰۰ څخه زیاتو کسانو سره د نظر اخستو پر بنسټ تر سره شوې،
سروې ښيي، چې د تېر په پرتله له وسله والو مخالفینو سره د افغانانو خواخوږي په بې ساري ډول راښکته شوې او ۸۲ سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي دوی له طالبانو سره هېڅ خواخوږي نه لري.
د سروې د معلوماتو پر بنسټ ۷۹ سلنه افغانانو طالبان د هېواد په لوېدیځ او ۵۷ سلنه نورو داعش په ختیځ کې د خپل امنیت په اړه لوی ګواښ یاد کړی دی.
یادې سروې د خپرولو پر مهال د اېشا فاونډېشن رییس روح الله احمدزی وویل، چې د خپل راتلونکې په اړه ۶۰ سلنه وکړي اندېښمن دي.
د آسیا فاوندېشن تر سره شوې سروې ښه یي د مدني ازادیو په اړه د افغانانو وېره چې په ۲۰۱۷ کال کې ۵۲سلنه وه په ۲۰۱۸کال کې ۶۲ سلنه زیاته شوې ده.
۳۳ سلنه افغانانو ویلي چې هېواد یې پر سمه لوري روان دی او پر وینا یې په امنیت، بیارغونې، حکومتدارۍ، د ښځو حقوقو، او اقتصاد کې ښه والی راغلی دی.
خو له ۶۰سلنو څخه زیات افغانانو ویلي چې هېواد یې په سم لوري روان نه دی، ځکه نا امني، بېکاري، بد اقتصاد، د بیو لوړوالی زیات دی.
په دغه سروې کې پر ډمکراسۍ، انتخاباتو، پر دولتي بنسټونو او د خدماتو پر وړاندې کولو د خلکو باور زیات شوی، خو نا امني، د اقتصاد د خرابوالی، د پارلماني‌ انتخاباتو ځنډېدل هغه څه یاد کړي چې د دوی پر راتلونکې تاثیر کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments