د ګیلاس (الوچه) روغتیایی گتي

comments 0

0 Views

ګیلاس ونه چې په لومړي ځل د آسیا په لویه وچه کې وکرل شوه علمي نوم یې Cerasus avium او په انګلیسي کې ورته Cherry وایي او د Rosaceae په کورنۍ پورې اړه لري.
د ګیلاس ونه له ۱۰ تر ۱۲ کلونو عمر لري او که ښه پالنه او روزنه او پر وخت یې د ښاخونو پریکولو چارې په سمه توګه ترسره شي ښایي ډیر وخت پاتې شي.
ګیلاس یو له هغو میوو څخه ده چې خلک یې زیاته خوښوي او د دې سره سره بې شمیره روغتیایي ګټې هم لري.
ګیلاس په خپل ترکیب کې ویټامین اې ویتامینB1 ، ویتامین B2 ، ویتامین C او BPP په نامه ویتامین لرونکي مواد لري.
ګیلاس
روغتیا پالان وایي چې په هر ۱۰۰ ګرامه ګیلاس کې
۷۲/۰۲ ګرامه کالوري انرژي
۱۴/۷۱ ملي ګرامه کلسیم
۱۶/۶۰ ګرامه کاربو هایډرېټ
۱/۲۱ ګرامه پروتین
۱۹/۱۲ ملي ګرامه فاسفورس
۰/۶۹ ګرامه شحمیات
ـــ۲۲۳/۵ ملي ګرامه پوتاشیم
۲۱/۴۷ ملي ګرامه ویټامین اې
۷/۰۶ ملي ګرامه ویټامین سي
او ۰/۳۸ ملي ګرامه اوسپنه شتون لري.
ګیلاس، الوچه
روغتیايي کارپوهان همداراز وایي چې د ګېلاس میوه د بدن په اوریک اسیدونو کې د پام وړ کمښت راولي او د پښو درد په مخنیوي کې مهم رول لري.
همداراز د وینې او روماتېزم د ناروغانو له پاره هم ګټه کوي.
ډاکټران زیاتوي؛ .چې ګیلاس د شکرې ناروغ ته زیاته فایده لري او تر څنګ یې هغه کسانو ته هم ګټور درمل دي چې د بدن غړي یې پړسوب لري.
ګیلاس، د معدې په پاکولو د قبض په له منځه وړلو د استفراق په مخنیوي او همداراز د سینې د سوځیدو د لمنځه وړو سربیره د ګڼو ناروغیو د درملنې تضمین کونکې میوه ده

Share this page to Telegram

Comments