د ګومل تړل شوې لارې خلاصې شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا ګومل ولسوالۍ تړل شوې لار خلاصه او سرحدي ځواکونو ته د اړتیا وړ توکي ورسیدل.
پکتیکا کې د پوځ دویمې لېوا قوماندان ډګروال رحم دل حیدرزی وايي، ګومل ولسوالۍ کې یې له تیرې ورځې عملیات پيل کړي وو چې نن سهار پای ته ورسیدل.
حیدرزی وايي، افغان ځواکونه نن سهار ګومل کې میشت د شپږم سرحدي کنډک سرتیرو سره یو ځای شول او هغوی ته یې د اړتیا وړ توکي ورسول.
د لارې په اوږدو کې وسله وال مقاومت نه دی شوی خو ګڼ ماینونه خنثی شوي دي.
دا لارې له څه مودې راهیسې وسله والو تړلې وې او هیچا ته یې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments