د ګوشفیل د پخولو طریقه

comments 0

1 Views

که مو تر اوسه ګوشفیل (فیل غوږی) یوازې خوړلی وي او پخولی یې نه شئ، نو ډاډه اوسئ چې پخول به یې هم تاسې ستړي نه کړي، او د ډېر ساده توکو او اسانه طریقې سره یې چمتو کړئ.
لازم توکي:
۱ـ یو کیلو ترمیده اوړه
۲ـ نیم ګلاس غوړي (البته له نیم ګلاسه لږ کم)
۳ـ یو د چای څښلو قاشوغې په اندازه د بیکنیک پوډر
۴ـ دوه د چای څښلو قاشوغې په اندازه بوره
۵ـ درې دانې هګۍ
۶ـ نیم ګلاس شودې
۷ـ نیمه د چای څښلو قاشوغې په اندازه مالګه
۸ـ یو د چای څښلو قاشوغې په اندازه میده شوی هېل
۹ـ پسته د ضرورت په اساس
۱۰ بوره د ضرورت په اساس
د پخولو طریقه:
لومړۍ ماتې شوې هګې په یوه بېل ظرف کې ښې میکس کوو او وروسته غوړي، بوره، هېل او بیکنیک پوډر ورسره ګډوو، او ښه یې سره میکس کوو، که چېرې اوړه کلک غوندې و نو پاتې شوې شودې هم ورسره ګډوو، اوړو ته یې ښه سوک ورکوو او پلاستیک ترې تاوو او ږدو یې.
وروسته له ۲۰ دقیقو نه یې را اخلو، په آش ګز یا هم د آش په ماشین ښه میین پاستي جوړوو او بل دیګ کې مو چې له مخکې غوړي ورته سره کړي و اچوو یې، خو یو څه چې ورسره پام باید وشي هغه دا ده چې مخکې له دې چې ګوشفیل مو په غوړو کې واچوو نو د اور لمبه دې تېزه وي خو چې کله مو پکې خپل جوړ شوې د ګوشفیل پاستی واچول نو د اور لمبه یې کموو، ځکه که اور ورپسې تېز وي نو په اچولو سره به یې سمدلاسه رنګ توربخن شي او ګوندې زحمت مو ټول بې ځایه شي، چې نه به رنګ ورپاتې شي او نه هم خوند.
له غوړیو مو چې راوېستل نو کومه وچه میوه (پسته) مو چې له مخکې ورته ښه میده میده کړې وه، له څومره بورې سره چې تاسې په اند ورته اړتیا وي ورباندې اچوو، او ګوشفیل مو نور د خوړلو لپاره چمتو دی.

Share this page to Telegram

Comments