د ګني شربت اوړ ګتۍ

comments 0

0 Views

روغتیاپالان وایي، د ګنیو په شربت کې ګڼ روغتیا بښونکي مواد شتون لري چې په مټ یې انسان د روغې سټې برخمن کیږي.
په ګني کې کلسیم، میګنیشیم، پوټاشیم او وسپنه په زیاته کچه موندل کیږي، چې په مټ یې انسان له زیړي، د بندونو درودنو او سرطان لا علاجه ناروغۍ په ګډون له ګڼو ناروغیو خلاصیدای شي.
ګنی د زړه د ناروغانو لپاره اړین درمل دي او دغه راز د بدن د کوليسټرول د لوړېدو مخه هم نيسي.
که د وینې له کمښت څخه رنځیږئ؛ د ګني شربت وڅښئ ځکه ګنی د وینې په زیاتوالي کې مؤثر رول لوبوي.
دغه شربت کې کولیسترول او سوډیم کم موندل کیږي نو له همدې امله د ځیګر او ګردو لپاره هم ګټه لري، او په قدرتي ډول سره د جګر او د ګردو پاک والي کې مرسته کوي.

د ګني جوس مو د کوچنیانو د هډوکو په ټینګیدو کې هم مرسته کوي او په دې شربت کې شته کلسیم د انسان د بدن هډوکي او غاښونه کلک ساتي.
ګنی د وینې د کولسترول اندازه مناسبه ساتي او هغه ماده په کې کمه موندل کیږي چې د شکر ناروغۍ ګواښ زیاتوي، نو له همدې امله د شکر ناروغانو ته هم له ګټې پرته هیڅ کوم تاوان نه لري.
ګني کې شته مواد مو له نورو ناروغیو لکه نیم سیري، زکام او ستوني درد نه هم ژغوري او ترڅنګ یې د زیړي په درملنه کې هم اغیزمن رول لري.

Share this page to Telegram

Comments