د ګردې د ښه ساتلو چارې

comments 0

0 Views

د انسان په بدن کې تر سلو زيات مرضونو باندې هر غړی اخته کيدی شي او که په ژوند کولو او خوراک کې احتياط وکړو؛ تر ډېره حده به له ناروغيو زموږ بدن ژغورل شي.
پښتورګي يا ګرده د انسان د بدن مهمې د ندې سرته رسوي که همدا ګرده د کوم تکليف سره مخ شي بيا ورته په طبي لحاظ د ګردې مريض ويل کېږي.
ګرده د بدن د نورو د ندو تر څنګ د ويني د تصفيې دنده هم لري ، په بدن کې زهرجن مواد له منځه وړي بايد د ګردې د ښه فعاليت لپاره د اوړي په موسم کې انسان تر ۳ او د ژمي په موسم کې يو ليټر مايع ( اوبه ) بايد وڅښي.
که د اوړي په موسم کې څومره زياتې او به وڅښل شي د ګردې لپاره ګټور وي ، خپل ورځنی کارپه طبعي ډول سر ته رسول ، د زیاتې مالګې له خوراکه ځان ژغورل ، له زياتو خوږو خوړلو ډډه کول ، چې په بدن کې پروتين زياتوي او ګرده خپل طبعي کار سر ته نشي رسولای .
د سبزي جاتو په خوراک ويټامين پوره کول که په بدن کې ويټامين B کم شي په ګرده کې د تېږي د پيدا کيدو سبب ګرځي.
د زياتې غوښې له خوراکه ځان ساتل ، د سرې کړې غوښې له خوراکه لاس اخيستل ، خپل د بدن د اړتيا وړ خوب نه کول
دا ټول هغه څه دي ، چې که انسان په خپل خوراک کې برا بروالی رانه ولي ګرده به يې خپل طبعي فعاليت له لاسه ورکړي او له ستونزو ډک ژوند باندې به اخته شي.
هر څوک ، چې زيات الکول استعمال کړي ګرده به يې زخم پيدا کوي ، چې د زهر جنو موادو له منځه توان به نه لري او تيږه به پکې پيدا کېږي .
پاکې او به پاک خوراک سره ګرده خپل فعاليت په ښه توګه سرته رسوي.

Share this page to Telegram

Comments