د ګازو بیې پر لوړېدو د خلکو او وکیلانو نیوکې

comments 0

2 Views

هندوکش ــ کابل: د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د ګازو بیې له لوړېدو شکایت کوي او وايي، د ژمي په راتلو او د هوا په سړېدو سره د یوې کیلو ګازو بیه ۸۵ افغانیو ته رسېدلې ده.
کابل ښاریان په دې برخه کې د حکومت پر نه پام نیوکه کوي.
د کابل اوسېدونکي محمدامین او خاکسار وايي، په ښار کې د واورو له اورېدو وروسته د ګازو بیه ۸۰ افغانۍ ته لوړه شوې چې خلک یې د پېرودلو وسه نه لري.
د دوی په وینا، په هره سیمه کې هر هټۍ‌وال او د ګازو پلورونکی یې پر خپل سر بیه ټاکي او هېڅوک نشته چې پوښتنه یې وکړي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم په کابل ښار کې د ګازو بیې پر لوړېدو نیوکه کوي.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وايي، د ولسي جرګې غړي به د کابل ښاریانو شکایتونو ته د رسېدو لپاره د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست اجمل احمدي د دوشنبې په ورځ جرګې ته ور وغواړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments