د ګازرو پلو

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:

  • ورجي يو كيلو .
  • چرګ يا غوښي دوه كيلو .
  • ګاجري نيم كيلو
  • زعفران يوه كاچغه .
  • بوره ( 200 ) ګرامه .
  • غوړي د ضرورت په اندازه .
  • مالګه يو څه.

د پخولو طریقه:

ورجي خيشتوو، ګاجري خلالوو او بيا يې په لږ غوړو كي لږ سرې كوو او بوره په يوه ګيلاس اوبو كي حلوو او ګاجرو ته يې ور اچوو او پرېږدو يې چي لږ و ايشي. چرګ پخوو او هډوكي يې ځني باسو او نيم ګيلاس يخني يې د څلورو كاچغو اوبو سره ګډوو. ورجي صافوو، چرګ او ګاجري د ورجو په منځ كي اچوو او دموو يې. د پلو د كښلو په مهال ورجي په غوري كي كاږو او چرګ يې پر سر ور ايږدو، د ګاجرو خلال يې پر سر وراچوو او لږ بادام او پسته يې پر سر ور شيندو. كه امكان ولري يو ګيلاس د نارنج خلال چي تريخ والى يې ايسته سوى وي د ګاجرو سره ګډوو او پر ورجو باندي يې شيندو.

Share this page to Telegram

Comments