د کینسر نارغي لپاره ممکنه دوا

comments 0

0 Views

د کينسر په څير مهلکه ناروغي چې په وروستيو کې په ټوله نړۍ کې زياته شوې او ډیری ناروغان يې د تداوۍ توان د نه لرلو له امله ژوند له لاسه ورکوي.
تازه د امریکا د کليفورنيا په پوهنتون کې ساينسدانانو څيړنه کړې چې د انګور تخم جوس د دغه ناروغۍ په له منځه وړلو کې مثبت او ډير ژر تأثير لرونکی دی.
کينسر يوه داسې ناروغي ده چې تر يوې ټاکلې اندازې ورسيږي نو بيا يې علاج ممکن نه وي. او يا يې علاج دومره سخت وي چې ډيری ناروغان يې د درملو توان نه لري او يا هم د يادو درملو د استعمال توان نه لري ځکه چې تیز کيمياوي مواد پکې کارول شوي او ناروغ ژوند له لاسه ورکوي.
خو څيړونکي وايي، په يوه نوي تحقيق کې يې د کينسر ناروغۍ ډير اسانه علاج موندلی دی.
د کيليفورنيا د پوهنتون استادانو او څيړونکو د يوې څيړنې په پايله کې موندلې چې د انګور دانو (تخم) څخه جوس ايستل او بيا يې څکل په اته څلويښت ساعتونو کې د کينسر ناروغۍ د مخنيوي چارې پيلوي.
د دغه پوهنتون یوه کيمياپوه ډاکټر پروفيسر ډاکټر هارډن بي جانسن له تيرو پنځه ويشت کلونو راهيسې د يادې ناروغۍ د مخنیوي په څيړنه بوخت و او په تازه تحقيق کې ورته جوته شوې چې د انګورتخم جوس د کينسر ناروغۍ په مخنيوي کې په ډيرې تيزۍ سره کار کوي او په اته څلويښت ساعتونو کې يې اثر په ناروغ کې څرګنديږي.

Share this page to Telegram

Comments