د کینسر“سرطان“ناروغۍ د مرګ لوی علت!

comments 0

0 Views

د روان کال نړیواله احصائیه ښیي چې سږکال به سرطان یا کینسر ناروغۍ لس میلونه خلک متاثر کړي.
د نویو څېړنو مطابق د طب ماهرینو خبرداری ورکړی چې کینسر به د تیر په څیر یو ځل بیا سږ کال هم د ډیرو انسانانو ژوند واخلي خو فرق دا دی چې دا ځل یې تعداد لا زیات ښودل شوی د دوۍ په وینا چې د متاثرینو او مړینو شمیره به په ۲۰۱۸ کال کې تر لس میلونه ورسیږي
د دغه طبي او څیړنیز رپورټ مطابق له هرو پنځو نارینه وو یو او له هرو شپږو ښځو یوه یې په ژوند کې له کینسر سره مخ کیدلای شي
دا رپورټ په داسې حال کې خپریږي چې د صحت نړیواله اداره د یویشتمې پیړۍ د مړینو تر ټولو ستر لامل کینسر ګڼي
په ټوله نړۍ کې د څه باندې اته میلونه نوي کیسونو تر څنګ د ۹ میلونه او شپیته زره مړینو وړاندوینه هم کړې وه
د ریپورټونو مطابق طبي ماهرین وایي چې د غوره درملنې او په ابتداء کې د دغې ناروغۍ د تشخیص تر څنک بیا هم روزانه د کینسر په کیسونو کې اضافه والی راځي
د IARC د تیر ریپورټ مطابق چې شپږ کاله وړاندې یې تیار کړی وو د ۴۱ لکه نویو کیسونو تر څنګ د اته میلونه او شل زره مړینو ریپورټ هم ورکول شوی وو چې د اوسني ریپورټ مطابق له تیر ریپورټ څو ځلي زیاته بده نتیجه واقع شوې ده
د ابادۍ او خلکو د عمرونو د زیاتوالي تر څنګ د کینسر له وجې د مړینو په اندازه کې زیاتوالی واقع شوی
Under devolopment د
هیوادونو کې د خلکو له لوري غیر صحي خواړه او په متمدنو هیوادونو کې په پوره توګه له خطرې ډک لایف سټایل جوړول د دې زیادښت باعث جوړ شوي
د دغې ریپورټ مطابق د روزمره تمرین لپاره تشویقول
سګرټ او نشه یي توکي پریښودل او صحي خواړه شروع کول یو څه د کینسر د دغو کیسونو د کمیدو ذریعه ګرځیدلای شي
ریپورټ دا هم وایي چې په ۲۸ هیوادونو کې د ښځو د زیاتې مړینې علت د سږو کینسر او د سینو کینسر دی
دوۍ وایي دغه کینسر او مړینه زیاتره د الکولو او تمباکو د استعمال څخه رامنځته کیږي
د برطانیې جارج بټرورټ وايي په ښځو کې اوس زیاته مړینه د سږو له کینسر واقع کیږي چې لامل یې د سګرټو زیات استعمال دی د جارج په وینا چې په برطانیا کې اوس له نارینه وو سره ښځینه هم د سګرټو زیات عادي شوي همدا یې علت دی چې د کینسر کچه یې لوړه شوې
د IARC دمسؤول ډایریکټر کرسټوفر وایلډ په وینا
دغه ریپورټونو ته په لیدلو سره داسې ښکاري چې د کینسر د مخنیوي لپاره ډیر کار ته ضرورت دی
او باید وقایوي تدابیرو ته پاملرنه وشي
دا چې د ټولنې پر طبي کدرونو او د طب برخې په زده کوونکو حق جوړیږي تر څو له دغسې ناوړه ناروغیو او بدو پېښو خبرداری ورکړي نو په همدې اساس را روانه مقاله به مې د کینسر اسباب او وقایه وي تاسې یې را سره تر نورو دوستانو په رسولو کې مرسته وکړئ

Share this page to Telegram

Comments