د کیلو اوه ګټې

comments 0

0 Views

کیله یوه خوږه او ګټوره میوه ده ځینې ګټې یې دلته له تاسو سره شریکوو.
1. کیله د مړښت احساس در بخښي .
2. کیله یوه کامله غذا ده چې د اوسط ډول ۱۵۰ کالوري لري او د طبیعي قندونو څخه جوړ شوي،.
3. کیله د خپلو قایبرو او ګلوسیدونو له امله د اشتها مخنیوی کوي او د مړېدو سبب کیږي که غواړی ډیر خواړه ونه خورئ نو مخکې تر خوړو یوه کېله وخورئ.
4. کیله د راحت ویده کېدو او خوشحاله اوسېدو سبب کیږي.
دا مېوه د ترېپتوفن درلودونکې ده چې په وجود کې په سروتونین بدلیږي او سروتونین د آرامتیا سبب کیږي او پر شونډو مو د موسکا خورېدو سبب کېږي. ځینې ډاکتران هغو کسانو ته چې له بې خوبۍ شکایت لري کېله تجویز کوي تر څو یو ساعت له بېده کېدو مخکې کیله نوش جان کړي.
5. کېله د انرژۍ غني سرچینه بلل کیږي. هغوی چې سپورت کوي له کېلې د انرژۍ لورنکې مادې په توګه ګټه اخلي او دا بې دلیله نده کیله د طبیعي قندونو څخه ډکه ده او ډېر ژر هضم کیږي او د وجود کاربوهایدیتونو پوره کوي ، که تاسو هم د ستړيا او خوارځواکۍ احساس لرئ د خپل بدن د انرژۍ پوره کولو لپاره کیله نوش جان کړئ.
6. کیله د وینې فشار ټیټ ساتي یوه کیله په اوسطه توګه ۵۰۰ میلي ګرامه پوتاشیم لري چې د وینې فشار د کمېدو سره مرسته کوي. د هغو څېړنو له مخې چې په ۱۷۰۰۰ کسانو سرته رسېدلې دا په ډاګه شوې چې د پوتاشیم ډېره اندازه په بدن کې د فشار ټيټېدو سبب کیږي.
7. کیله د کلسترول کمېدو سبب کیږي. هره کیله د دوه ګرامو خوراکي فایبرو درلودونکې او فایبرونه یې د کلسترون د کمېدو سبب کیږي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply