د ککړ چاپیریال طرحه او د ادارو مسوولیت / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

افغانستان او په ځّانګړي ډول د کابل ښار هوا له یو کال څخه بل کال ته ککړیږي چې ورسره سم یې په تدریجي ډول د مرګ ګواښ زیات کړی دی.
د مالوماتو له مخې د ککړ چاپیریال له کبله د مړو شویو کسان شمېره تر جګړې زیاته ده او دا ګواښ له یوې ورځې بلې ته زیاتیږي.
د دې څو لاملونه دي چې چاپيریال ککړیږي، خو مخه یې نه نیول کیږي.
یو لامل دا دی چې کابل ښار کې د خلکو نفوس زیات شوی دی، ځینې د جګړې له کبله بې ځایه شوي او ځینې نور د دې لپاره چې کابل کې نسبت ولایتونو ته کار زیات دی، خلک پکې زیات میشت دي.
کابل ښار چې د دوه میلیونه کسانو ظرفیت لري، اوس پکې له شپږ میلیونه زیات کسان میشت دي او زیاتره یې له ښاري فرهنګ سره یا بلد نه دي او یا یې قصدا نه مراعت کوي.
جګړه هغه عمده لامل دی چې ککړ چاپيریال کې خپل رول لري، ځکه مسوولې ادارې د جرایمو په مخنیوي او ترهګرۍ سره مبارزه کې مصروف دي او دې ته وزګار نه دي چې ټول قوانین په خلکو تطبیق کړي.
خو اوس د چاپيریال ساتنې ادارې یوه طرحه جوړه کړې او ولسمشر غني منلې چې له مخې به یې د زیات ککړ چاپیریال مخه ونیول شي.
په دې طرحه کې ۱۳ ادارې مسوولې بلل شوي چې چاپیریال ساتنې کې به خپله ونډه او مسوولیت ښکاره کوي او لازمي دي چې کار وکړي.
چاپیریال ساتنې اداره د نورو ادارو د همغږي مسوولیت لري او کار به کوي چې د پاک چاپیریال لپاره طرحې برابرې او همغږي رامنځ ته کړي.
خو د چاپيریال په پاک ساتلو کې تر ټولو مهمه ونډه د خلکو ده، یانې دا ټولې ادارې نه شي کولی چې هر کور ته وریږي چې په بخارۍ کې د ډبرو سکاره مه سوځوئ، پلاستیک مه سوځوئ، کثافات بې ځایه مه غورځوئ او…..،
نو دلته د خلکو مسوولیت جوړیږي چې پاک چاپیریال ساتلو کې خپله ونډه ادا کړي او پرنیږدي چې چاپیریال تر دې ککړ شي، که افغان دولت یا مسوولې ادارې هر څومره هڅه وکړي چې پاک چاپیریال ته طرحې برابر کړې ، دومره به موثرې نه وي، لکه څومره چې د خلکو ونډه مهمه ده.
که تاسو د اندراګاندې روغتون ته سر ورښکاره کړئ، و به ګورئ چې څومره ماشومان په تنفسي ناروغیو د ککړ چاپیریال له کبله ناروغان دي او د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
نو ویلی شو، چې پاک چاپیریال کې هر افغان ونډه مهم ده او کار دې وکړي چې خپل او د سیمې چاپیریال پاک وساتي، هم به یې سیمې چاپیریال پاک وي او هم به له مرګونو ناروغیو په امان وي.
هر څه په دولت پورې مه تړئ، لاس تر زنې مه کینئ، همدا نن ورځ ده چې خپله لاس پکار شئ او هغه څه چې په توان مو پوره وي، و یې کړئ.

Share this page to Telegram

Comments