د کډوالی نړیوال سازمان: له بېلابېلو هېوادنو نه په زرګونه افغان کډوال په زورایستل شوي دي

comments 0

49 Views

هندوکش ــ کابل: د روان کال له پیله تر دې دمه ترکیې تر ۲۲زره ډېر افغانان کډوال له دغه هېواد را ایستلي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان وايي د ترکیې تر څنګ له نورو اروپايي هېوادونو هم سلګونه افغان کډوال ایستل شوي.
دغه سازمان وایي، د روان کال له پیله تر دې دمه یوازې له ترکیې ۲۲ زره او ۲۷۵ افغان کډوال بېرته کابل ته لېږل شوي.
له دې ډلې یوازې ۴۴۸ یې په خپله خوښه او پاتې نور ټول د ترکیې د حکومت له لوري په جبري توګه ایستل شوي دي.
دغه ادارې ویلي چې ددې تر څنګ له څو نورو اروپايي هېوادونو هم ۱۶۳۲ افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږل شوي.
را ستانه شوي کډوال بیا د دولت نه غوښتنه کړې چی دوی ته دې د کار زمینه برابره کړي ترڅود خپل وطن ته خدمت او ترڅنک يي خپله کورنی وساتلی شی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments