د کډوالو په تړاو کابل او اسلام اباد خبرې کوي

comments 0

165 Views

هندوکش –  پاکستان : افغان حکومت او پاکستان د کډوالو په تړاو نن خبرې کوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دغه خبرې به د افغانستان او پاکستان د عمل پلان له مخې ترسره شي او دکډوالو ټولې ستونزې به په کې تر بحث لاندې ونیول شي.

رسنیو له چارواکو له قوله لیکلي چې دا لومړنۍ ناستې دي او د کډوالو د وضعیت په تړاو به وروسته پرېکړې کېږي.

ویل کېږي دافغانستان لخوا به د پلاوي مشري به د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال وزیر وکړي.

د مالوماتو له مخې اوسمهال ۱.۴ میلیونه افغان کډوال چې اسناد لري په پاکستان کې مېشت دي.

فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments